د لیکوال یادښت: ولې د نښپوهنې د ژوندیو او بدلیدونکو اړیکو پرلهپسې بهیر (CDSI) د پوهنيزو خبرو اترو لپاره اړین دی
د الله په نوم چې ډېر مهربان او ډېر رحم والا دی لیکوال: حنان حبیبزی په دې زمانه کې چې د اړیکو او نښو د خپراوي او بدلون ټکنالوژي له بې سارې چټکتیا سره مخ ده، د مانا د پوهنې څېړنه، څنګه چې د نښپوهنې له لارې تر سره کېږي، باید ددې ډیجیټلي او روان بدلیدونکي چاپېریال له بهیرونو سره همغږې شي. ددې کتاب بنسټ پر یوه نوې اندیزه طرحه(علمي تیوري) ولاړ دی چې زه ورته د نښپوهنې د ژوندیو او بدلیدونکو اړیکو پرلهپسې بهیر (Continuum of Dynamic Semiotic Interaction - CDSI) نوم ورکوم. دا چوکاټ هڅه کوي د نښو د پوهنې دودیزې نظریې د نن ورځې له ډیجیټلي واقعیت، د الګوریتمونو له اغېزو او د ریښتیني وخت له غبرګونو نظامونو سره ونښلوي. دا اندیز چوکاټ نه یوازې د نښو د پوهنې هغه بنسټیز ارونه یا اصول رانغاړي چې د فېردینان دو سوسور او چارلس ساندرز پیرس په څېر اندیالانو بیان کړي دي بلکې دا چوکاټ دا نظریې پراخوي چې د نننیو اړیکو د بهیر روان، بدلیدونکی او د الګوریتمونو پر مټ سمباله بڼه يې هم رانغاړي. د CDSI الهام ما هغه مهال وموند چې ومې لیدل ډیجیټلي پېر په ر...