Skip to main content

Posts

د انفووارفېر، مانا جوړونې او د اذهانو اړولو نوې جبهه

لیکنه: حنان حبیبزی  د نېښپوهنې دوامداره خوځنده چارچلند   The Continuum of Dynamic Semiotic Interaction  کتاب لیکوال د نړیوال سیاست، جګړو او رسنیز تعامل په نوې زمانه کې، جګړه یوازې په فزیکي ډګر کې نه کېږي. بلکې تر ټولو پیاوړې جګړه د ذهنونو، نښو او ماناوو پر وړاندې روانه ده. دا داسې یوه جګړه ده چې هدف یې د خلکو د ادراک، رواني غبرګون او تمرکز اړول دي، څو اصلي پېښه تر سیورې لاندې شي، او یوه بله پیښه د توجه مرکز شي. دا پټه، خو اغېزناکه جګړه، هماغه ده چې  "انفارمیتکي جګړه" یا "انفووارفېر"  بلل کېږي. 🧠 د اذهانو اړولو نغوتي د انفووارفېر اصل دادی چې له یوې پېښې څخه د خلکو پام بله لوري ته واړول شي. دا لړۍ د حیرانوونکو، بوختوونکو او حسي شدت لرونکو پېښو په تولید سره پيلېږي. استعمار، واکمن نظامونه، او پوځپاله سترواکي غوښتونکي ځواکونه، پرله‌پسې داسې پیښې طراحي کوي چې د رسنیو تمرکز له اصلي موضوع څخه وګرځوي. دا پېښې په دودیزه توګه ۹۰٪ د رسنیو توجو او د بحثونو تمرکز بلې خوا اړوي، او یو نوی ذهنیت، اند، او غبرګون رامنځته کوي. 📱 خواله رسنۍ؛ د مانا جوړونې نوې قوه اوسمهال اصلي سنګر...

انس شریف: د غزې وروستی خبر

  لیکنه: حنان حبیبزی  ۱۱ اګست ۲۰۲۵  د ماښام وروستۍ رڼا ورو ورو د غزې له کوڅو ووتله، لکه ښار چې د یوې ستړې او ژړا ډکې مور په ټکري کې پټېږي. د باروتو بوی د سوځېدلو ودانیو له لوګي سره ګډ ده، او هره ساه د ژوند او مرګ تر منځ د نرۍ کرښې په اوږدو کې اخیستل کېږي. انس شریف د یوې نیمه ورانې ودانۍ مخې ته ودرېد. د خاورو له منځه یو سپین، نازک کوچنی لاس ورو ورو راښکاره شو، له خاورو او وینو ډک دی، د ژوند وروستۍ هڅې په کې ښکاري. د مایک له لارې یې غږ خپور شو: "دلته، د ودانۍ لاندې، یوه کورنۍ له منځه تللې ده… خو ددې تنکي ماشوم لاسونه ښورېږي، زه یې وینم، لا ژوندی دی." د کمرې له شا یې په شونډو کې هغه نرمه خو زړوره مسکا وځلېده – ددې لپاره نه چې زړه یې خوشاله دی، بلکې  ددې لپاره چې پوهېده، هره زړورتیا او هره مهرباني باید ددې جګړې د تیارو په وړاندې ودرېږي. د هغه ملګرو ورته ویل: – انسه، ته خو په دې لمبو کې هم خندا کولی شې! انس ورو ځواب ورکړ: – که موږ خندل بند کړو، دروغ به د رښتیا ځای ونیسي. له همدې سره یې په ژوندۍ خپرونه کې یې ددې ماشوم د ژغورنې هڅه پیل کړه. مخکې ولاړ، په یوې نرۍ کوڅه کې درې...

د لیکوال یادښت: ولې د نښپوهنې د ژوندیو او بدلیدونکو اړیکو پرله‌پسې بهیر (CDSI) د پوهنيزو خبرو اترو لپاره اړین دی

د الله په نوم چې ډېر مهربان او ډېر رحم والا دی                لیکوال: حنان حبیبزی  په دې زمانه کې چې د اړیکو او نښو د خپراوي او بدلون ټکنالوژي له بې سارې چټکتیا سره مخ ده، د مانا د پوهنې څېړنه، څنګه چې د نښپوهنې له لارې تر سره کېږي،  باید ددې ډیجیټلي او روان بدلیدونکي چاپېریال له بهیرونو سره همغږې شي. ددې کتاب بنسټ پر یوه نوې اندیزه طرحه(علمي تیوري) ولاړ دی چې زه ورته د نښپوهنې د ژوندیو او بدلیدونکو اړیکو پرله‌پسې بهیر (Continuum of Dynamic Semiotic Interaction - CDSI) نوم ورکوم. دا چوکاټ هڅه کوي د نښو د پوهنې دودیزې نظریې د نن ورځې له ډیجیټلي واقعیت، د الګوریتمونو له اغېزو او د ریښتیني وخت له غبرګونو نظامونو سره ونښلوي. دا اندیز چوکاټ نه یوازې د نښو د پوهنې هغه بنسټیز ارونه یا اصول رانغاړي چې د فېردینان دو سوسور او چارلس ساندرز پیرس په څېر اندیالانو بیان کړي دي بلکې دا چوکاټ دا نظریې پراخوي چې د نننیو اړیکو د بهیر روان، بدلیدونکی او د الګوریتمونو پر مټ سمباله بڼه يې هم رانغاړي. د CDSI الهام ما هغه مهال وموند چې ومې لیدل ډیجیټلي پېر په ر...

د یو باچا د زړه خبره: ستاسې مینه زما قوت دی

لیکنه: حنان حبیبزی د کندهار د هسک څنډې شفافې دي ، د پسرلي وږمې له شنو باغونو څخه تېرېږي. د یوه نومیالی، ښکلي، او نظم لرونکي باچا څېره راښکاره کېږي چې له برم ډکه ده، پر یو سور اس چې تندی یې سپین دی سپور دی. پر سر یې د باچايي تاج ځلېږي، توره یې د مټ لاندې ځوړنده ده، خو سترګې یې له زړورتیا، لید او مهربانۍ ډکې دي او د سترګو ژبه یې د سولې، رحم، او زغم ترنم پیغام لبږدوي.  ښکاري چې باچا ډیر ډاډه دی،  مټ یې افغان جنګیالیو لاپسې غښتلی کړی دی، دده ترشا د زرګونو کسانو وفاداره ډله ولاړه ده، بیرغونه یې پورته کړي، او سترګې یې په باچا باندې ښخې دي ګویا د هغه امر ته انتظار دي، په فضا کې د وطن د مینې، زړورتیا، او یووالي وږم احساسیږي. باچا پوځ ته مخامخ ودریده، او د حمد او درود په ویلو یې پیل وکړ. باچا د ولاړو خلکو سترګې له نظره تیرې کړې داسې چې لکه ټولو ته د مبنې پیغام لري، د هرې سترګې شاته یې یو تاریخ ولید، یو درد، یوه هیله، او یو ټینګ قسم خوړلی پولادي ځواک. دی لږ موسکی شو، دا موسکا له هرې وینا ژوره وه، داد خلکو  د دردونو په ټپونو د مرهم پټۍ وه، بیایې وویل:  “زه ستاسې خدمتګار یم،” دا...

د نثر لیکلو هنر او انځوریزه لیکنه: د سوله‌مل له کیسې څخه راوتلی سبق

لیکوال: حنان حبیبزی زه د خپل وطن د لیکوالو او څېړونکو لیکنې د زړه له تله لولم، ځکه دا لیکنې یوازې پر کاغذ لیکل شوې خبرې نه دي بلکې د ژوند له ژورو زخمو، له تجربو، د خلکو له دردونو، او د وخت له نه هېریدونکو شیبو سره تړلي بیانونه دي. داسې بیانونه چې تا د کلماتو له لارې د چاپیریال منځته بیايي، لکه ذهن چې دې ورسره یو ځای ګوښه کېږي. د سوله‌مل شینواري کیسې داسې دي لکه له ده سره ته پخپله د کلی په یوه کونج کې، د ونو د سیوري لاندې ناست یې، ډډه دې لګولې، د چایو تاوو سترګو ته خېژي، او سوله‌مل درته ولاړ دی د ژوند او کار کړاونو وهلی تجربه لرونکی کلیوال لاسونه يې ترشا نیولی، د خلکو د حالاتو اود تیرو او روانو چارو کیسې درته انځوروي. په دې توګه هغه یوازې د خبرو راټولوونکی نه دی بلکې د خلکو د کړاونو، ژوند او ناخوالو او تجربو ژباړونکی دی. هغه د حالاتو انځور داسې کاږي چې ته فکر کوې، دا پېښه دې پخپله لیدلې ده، یا ښايي ستا پر ژوند هم تیره شوې وي. ما څو ورځې مخکې دده یوه کیسه ولوسته. یوه صحنه یې ډيره ژوره انځور کړې وه. زوی له پلار سره د یوې لویې شرمناکې کړنې له امله مخامخ وو. د پلار چیغه، د سترګو سوروالی، د ...

د پانګوالۍ پای: د پانګوال نظام د اجزاوو ترمنځ د متقابل تعامل ماتې او د اقتصادي نړیدا تیوریتکي تحلیل، د پانګوالۍ د بهیر د پریکون تیوري

بشپړه څیړنیزه لیکنه   لیکوال:  حنان حبیبزی د یونیکف په پوهنتون کې د دوکتورا څيړونکی  لنډیز (Abstract): دا مقاله د پانګوال نظام د نوي حالت په بله وینا د زوال د حالت انتقادي تحلیل وړاندې کوي چې د "پانګوالۍ د بهیر پریکون" پر تیورۍ ولاړه ده. دا تیوري استدلال کوي چې د پانګې، تولید، بازار، کارګر، او دولت ترمنځ همغږي اوس له منځه تلې ده چې یو وخت د پانګوال نظام د ټیکاو بنسټ وو. دغه څو اړخیز تړاو چې یو وخت د اقتصادي باور جوړونکی بلل کېده، اوس مات شوی دی، او دا نظام خپل فلسفي، اقتصادي او ټولنیز مشروعیت له لاسه ورکړی دی. دا مقاله دا تحلیل له شتوو تیوریو، تجربو، او معاصرو تحولاتو سره پرتله کوي، او روښانوي چې دا حالت د بدلون  نه دی  بلکې د "پای" نښه ده. د کیلي وییونه: پا نګوال نظام، پانګوال پریکون، تولید، بازار، پانګه، دولت، اقتصادي سقوط، دولت–بازار تضاد، نظریاتي انتحار ۱. سریزه: د پانګوال نظام دنننی تضاد "پانګوال نظام له صنعتي انقلاب" (Marx, 1867) راپدېخوا د نړیوال اقتصاد د دودیز جوړښت په توګه معرفي شوی دی. دا نظام د خصوصي ملکیت، د آزاد بازار، او د پانګې د تراکم پر بن...

شخص محوره مشورتي نظریه

شخص محوره مشوره کارل راجرز (1902-1987) د شخص-محوره مشورتي تیورۍ بنسټګر وو. دا نظریه په دې باور ولاړه ده چې هر انسان فطري وړتیا لري چې خپل بشپړ پوتانسیل ته ورسېږي، او راجرز دې وړتیا ته "د ځاني رسیدا تمایل" (Actualising Tendency) ویلي دی. دا مشورتي لاره چاره "شخص-محوره" ځکه نومول شوې چې د فرد احساساتو، تجربو، او نړۍ‌لید ته پکې اساسي ارزښت ورکول کېږي. دا نظریه باور لري چې هر فرد باید د خپلو ستونزو د اواري لپاره پخپله ځواکمن شي، نه دا چې مشاور ورته حل پیدا کړي. راجرز استدلال کاوه چې هر څوک که مناسب ملاتړ ولري کولی شي خپلو وړتیاوو ته وده ورکړي او د ژوند ستونزو ته د حل رغنده لارې چارې ومومي. له دې لارې مشورتي ناستې خپله د مشوره اخیستونکي له خوا مخته ویوړل شي، او اصلي سلاکار یوازې د لارښود په توګه ونډه ولري، نه د واکمن یا مدیر په توګه. په دې توګه، مشاور نه قضاوت کوي، نه انتقاد کوي، او نه هم په مشوره اخیستونکي خپلې حللارې ور تپي بلکې فرد ته فرصت ورکوي چې خپله مساله وڅېړي، احساسات یې وپیژني او د حل لاره يې ومومي. دا لاره د دودیزې روان‌درملنې له لارچارو سره توپیر لري او د با...