د یو باچا د زړه خبره: ستاسې مینه زما قوت دی

لیکنه: حنان حبیبزی د کندهار د هسک څنډې شفافې دي ، د پسرلي وږمې له شنو باغونو څخه تېرېږي. د یوه نومیالی، ښکلي، او نظم لرونکي باچا څېره راښکاره کېږي چې له برم ډکه ده، پر یو سور اس چې تندی یې سپین دی سپور دی. پر سر یې د باچايي تاج ځلېږي، توره یې د مټ لاندې ځوړنده ده، خو سترګې یې له زړورتیا، لید او مهربانۍ ډکې دي او د سترګو ژبه یې د سولې، رحم، او زغم ترنم پیغام لبږدوي. ښکاري چې باچا ډیر ډاډه دی، مټ یې افغان جنګیالیو لاپسې غښتلی کړی دی، دده ترشا د زرګونو کسانو وفاداره ډله ولاړه ده، بیرغونه یې پورته کړي، او سترګې یې په باچا باندې ښخې دي ګویا د هغه امر ته انتظار دي، په فضا کې د وطن د مینې، زړورتیا، او یووالي وږم احساسیږي. باچا پوځ ته مخامخ ودریده، او د حمد او درود په ویلو یې پیل وکړ. باچا د ولاړو خلکو سترګې له نظره تیرې کړې داسې چې لکه ټولو ته د مبنې پیغام لري، د هرې سترګې شاته یې یو تاریخ ولید، یو درد، یوه هیله، او یو ټینګ قسم خوړلی پولادي ځواک. دی لږ موسکی شو، دا موسکا له هرې وینا ژوره وه، داد خلکو د دردونو په ټپونو د مرهم پټۍ وه، بیایې وویل: “زه ستاسې خدمتګار یم،” دا...