په پکتیکا کې د پاکستان هوايي برید: یو خطرناک چلند چې ښایي غچ وپاروي

پاکستاني پوځ په افغانستان کې د پکتیکا ولایت پر بېګناه خلکو یو مرګونی هوايي برید ترسره کړی چې په پایله کې يې لږ تر لږه ۴۰ ملکیان، په ځانګړې توګه ښځې او ماشومان، وژل شوي دي. د ژغورل شویو کسانو په منځ کې یو ۱۲ کلن ماشوم دی چې خپله ټوله کورنۍ یې له لاسه ورکړې. دا خونړۍ پېښه نه یوازې د افغانانو غوسه راپارولې، بلکې د غچ اخېستلو ویره یې هم زیاته کړې ده، په ځانګړې توګه ددې سیمې د پېچلي او بېثباته وضعیت په پام کې نیولو سره دې پيښې د پاکستاني پوځ خلاف غوسه ډیره کړې ده. د پاکستان د اقتصادي کړکیج په شتون کې دا برید ښایي ددغه هېواد دننه او بهر ډېرې ژورې اغېزې ولري او نازک امنیت لاپسې خراب کړي. یو بشري او سیاسي کړکېچ د پکتیکا د برمل له ولسوالۍ څخه چیرته چې دغه برید شوی دی عیني شاهدان د ویجاړۍ زړه بوږنوونکې صحنې بیانوي. ښځې، ماشومان او بشپړې کورنۍ په هغه سیمه کې له منځه تللې، چېرې چې کورنۍ، قومي او ژبنۍ اړیکي او فرهنګي تړاوونه د ډیورنډ کرښې دواړو غاړو ته غځېدلي دي. دغه برید، چې ملکیانو ته یې زیان اړولی، نه یوازې د ځایي خلکو بلکې د کابل د د حکومت د سیاسي څېرو له خوا هم له سخت غبرګون سره ...